د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې درې افغان طالب مشران نیول شوي


د افغان طالبانو سرچینو د مشال راډیو افغان څانګې ته د نومونو نه ښودلو په شرط د هغه راپورونو پخلی کړی چې درې مشران یې په دا وروستیو کې په بلوچستان صوبه کې نیول شوي دي.

دغه درې نیول شوي مشران مولوي عبدالصمد ثاني، سلیمان اغا او مولوي احمدالله چې د ملا ناني په نوم هم شهرت لري نومیږي.

د طالبانو سرچینې وايي ملا سلیمان اغا د زابل اوسیدونکی دی او د طالبانو د واکمنۍ پر مهالد دایيکونډي ولایت والي و.

مولوي صمد ثاني اوس مهال د طالبانو د اقتصادي کمیسون مسول وو. نوموړی په کوټه کې دوې مدرسې هم چلوي چې په سلګونه طالبان پکې زده کړې کوي.

او ملا نانی د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر اخوند له نږدې دوستانو او د طالبانو له موسسینو څخه ګڼل کېده. نوموړی د طالبانو مرکزي شورا غړی او قاضي القضات هم پاته شوی دی.

یو پاکستانۍ ورځپاڼې اېکسپرېس ټریبیون لیکلي چې د طالبانو دغه درې واړه مشران پاکستانيو استخباراتو نیولي دي. د ورځپاڼې په وینا د طالبانو دغه مشران د افغانستان امن بهیر کې د مرستې په تکل نیول شوي دي، خو د طالبانو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې د نیولو شویو کسانو اړیکي د طالبانو له اوسني مشر ملا هبت الله اخوند سره ښه نه وې.

ملا هبت الله لادرکه دی؟

د طالب مشرانو سرچینو هغه ګنګوسې ردې کړې دي چې ګواکې د دوی مشر ملا هبت الله ورک دی. دوی وايي، ظاهره ده چې د مشر کېدو وروستههغه ته خطر وو نو ځکه یې د ساتنې لپاره ګامونه اخیستي دي.

اېکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې د طالبانو له خولې هم د دغو کسانو د نيول کېدو پخلی کړی او ویلي یې دي چې د شواهدو پر اساس دوی ټول له کلونو راهیسې په بلوچستان کې اوسېدل.

دا لومړی ځل دی چې پاکستانۍ رسنۍ په ښکاره د دې هېواد د امنیتي چارواکو له خوا د هغو طالبانو د نیولو خبر ورکوي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو مخالفت کوي. خو پاکستانیو چارواکو په څرګنده د دغه نیولو په اړه هېڅ نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG