د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایمنسټي: له خبریال المېډا دې بندیز واخیستل شي


د بښنې نړیوال سازمان پر پيژندل شوي پاکستاني خبریال سیرل المیډا د حکومت له لوري د سفر بندېز غندلی دی.

سیرل المیډا د نهې په ورځ پر ټویټر پاڼه لیکلي ول چې حکومت بهر ته له سفره منع کړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړې چې دا بندېز ژر لیرې کړي او مطبوعاتو ته له ویرې پرته او په ازاده فضا کې د کار کولو اجازت ورکړي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، په پاکستان کې پر دغه پيژندل شوي خبریال د حکومت بندیز یو ځپونکی تېکتیک دی چې د خبریالانو د ځپلو لپاره کارول کیږي او هغوي د خپل مسولیت له ادا کولو منع کوي.

خبریال سیرل الميډا له پاکستانه خپرېدونکې"ډان" ورځپاڼې لپاره په انګریزي ژبه رپورټونه لیکي.

د حکومت او پوځ ترمنځ دلانجو په اړه د المیډا د وروستۍ مقالې په اړه په عکس العمل کې د هېواد حکومتپر هغه بندیز لګولی او په اېګزیټ کنټرول لسټ کې یې شامل کړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي:

"صحافت جرم نه دی. خبریالان باید ازاد او له ویرې پرته کار وکړي. پاکستاني چارواکي باید د خبریالانوپرضد هرقسمه تشدد لکه ویرول، شکنجه کول او د هغوي پر حرکت بندیز لګول بند کړي. "

د بې پولې خبریالانو سازمان د روان کال په پيل کې په یو رپورټ کې وویل چې پاکستان جنوبي اسیا کې د بیان د ازادۍ او د خبریالانود امنیت له پلوه ، تر ټولو ټيټ ځاي لري.

پر سیرل الميډا د سفري بندیز تر اعلان مخکې، د پاکستان د وزیراعظمدفتر په څلورو ورځو کې درې بیانونه خپاره کړل چې د حکومت او پوځ ترمنځ د لانجو په اړه د هغه رپورټ او د ډان ورځپاڼې کار پکې غندل شوی دې.

د پاکستان وزیراعظم دفتر د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د سیرل المیډا رپورټ د دولت اساسي ګټو ته ګواښ ورپېښوي او د جدي اقدام خبرداری یې ورکړ.

د بښنې نړیوال سازمان په خبرپاڼه کې راغلي:

"دا چې چارواکي د مطبوعاتو رپورټونه ردويیوه خبره ده،خو کله چې چارواکي ملي امنیت ته د ګواښ په پلمه، خبریالانو ته خبرداری ورکوي اوګواښ ورته ورکوي، ځان ته یوه مسله ده. "

د بښنې نړیوال سازمان وايي چې په پاکستان کې یې د بیان پر ازادۍ او خبریالانو باندې د حملو او له هغوي سره د تشدد زیاتې پيښې رېکارډکړي دي.

سیرل المیډا په هغه رپوټ کې چې د تیرې پنجشنبې په ورځ "ډان" ورځپاڼې خپور کړ، لیکلي ولچې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف او د استخباراتو مشر جنرال رضوان اختر په دې هیواد کې د میشتو جهادي ډلو په اړه خبرې کړې دي.

سیرل المیډا غوښتل چې متحده عرباماراتو ته سفر وکړي او له خپلې کورنۍ سره وګوري خو پاکستاني چارواکو ورته وویل چې له هېواده بهر نه شي تللی.

XS
SM
MD
LG