د لاسرسي ځای

روسي سفير په شام کې د روس او امريکا د پوځي همکارۍ د بيا نوي کولو غږ وکړ چې د ده په وينا دواړه هېوادونه د القاعده او اسلامي دولت وسله والې ډلې په شان ترهګرو ډلو ته د ماتې ورکولو ګډ هدف لري.

په امريکا کې د روس سفير پر واشنګټن د دواړو هېوادنو ترمنځ د اړيکو د خرابولو تور پورې کړی دی.

سرګی کسليک ټينګار کړی چې دواړه هېوادونه له يو شان خطرونو سره مخامخ دي.نوموړي په دې اړه د ګډې همکارۍ امکان هم څرګند کړ.

په واشنګټن کې د روسي سفير سرګی کسليک د سېشنبې په ورځ په جون هاپکنز پوهنتون کې د زده کوونکو او شوونکو يوې غونډې ته د وينا پر مهال د روس او امريکا پر اړيکو، د شام پر وضعيت او د ناټو په اړه د خپل هېواد دريځ په ډاګه کړ.

په داسي حال کې چې امريکا پر روس تورلګوي چې د دې هېواد د ولسمشرۍ په ټاکنېز بهير کې مداخله کوي ، د روس سفيردا تور رد کړی بلکې برعکس نوموړي د خرابو شويو اړيکو تور پر امريکا پورې کړی دی.

سرګی کسليک د واشنګټن د تګلارو جوړونکو له هغې ارزونې سره اتفاق وکړ چې وايي له سړې جګړې را وروسته د روس او امريکا دوه اړخيزه اړيکې تر بل هر وخت زياتې ستونزمنې شوې دي.

سرګی کسليک د واشنګټن د تګلارو جوړونکو له هغې ارزونې سره اتفاق وکړ چې وايي له سړې جګړې را وروسته د روس او امريکا دوه اړخيزه اړيکې تر بل هر وخت زياتې ستونزمنې شوې دي.

“موږ ډېر ناهيله شوي يو چې پر ځای ددې چې موږ روس او امريکا د مسلې د هوارولو په اړه ګډ کوشش او مرسته وکړو چې دا شان سیمه ییزې شخړې و رغو ل شي او خپله ټوله انرژي په کار واچوو خو د دې برعکس موږ يو ډول په يو غير دوستانه بحث کې راګېر يو او زما په فکر موږ په دې لړ کې ډېر چانسونه له لاسه ورکوو. زه دلته په يوه خبره په خاصه توګه ټینګار کوم چې موږ داسي احساسوو چې دا موږ نه يو چې پیل مو کړی دی، دا موږ نه يو چې و دې ته لمن و هو خو نتيجه يې هم دغه ده چې ورسره مخامخ يو”.

سرګی کسليک په شام کې د روس او امريکا د پوځي همکارۍ د بيا نوي کولو غږ وکړ چې د ده په وينا دواړه هېوادونه د القاعده او اسلامي دولت وسله والې ډلې په شان ترهګرو ډلو ته د ماتې ورکولو ګډ هدف لري.

" ناټو ايتلاف له ۱۹۹۰م ميلادي کلونو راهيسې د روسيې له پولې سره نږدې بالټک هېوادونو ته را غځېدلی دی او په دې نږدو کې يې په پولېنډ او بالټک هېوادنو کې عسکر او نور سامان و الات هم ځای پر ځای کړي دي." سرګی کسليک

البته نومړي وويل چې په شام کې د روسي ځواکونو شتون مشروع دی دا ځکه چې دوی د شامي رژيم په بلنه هلته ورغلي دي.

په دې غونډه کې روسي سفير د ناټو په اړه د خپل هېواد د اندېښنو یادونه هم وکړه.

د ده په وينا ناټو ايتلاف له ۱۹۹۰م ميلادي کلونو راهيسې د روسيې له پولې سره نږدې بالټک هېوادونو ته ور غځېدلی دی او د ده په خبره ايتلاف په دې نږدو کې په پولېنډ او بالټک هېوادنو کې عسکر او نور سامان و الات هم ځای پر ځای کړي دي.

سرګی کسليک د واشنګټن د تګلارو جوړونکو له هغې ارزونې سره اتفاق وکړ چې وايي له سړې جګړې را وروسته د روس او امريکا دوه اړخيزه اړيکې تر بل هر وخت زياتې ستونزمنې شوې دي.

XS
SM
MD
LG