د لاسرسي ځای

د روسیې ولسمشر فرانسې ته خپل سفر وځنډاوه


د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

ولادمیر پوتین راتلونکې اوونۍ په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولاند سره د خبرو تر څنګ، د روسي هنري اثارو د یوه نندارتون د پرانیستلو پلان درلود.

خو پوتین خپل سفر ځکه لغوه کړ چې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند غوښتل چې د دواړو مشرانو خبرې یوازې د سوریې وضعیت ته محدودې وي.

ولسمشر فرانسوا اولاند

ولسمشر فرانسوا اولاند

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د سېشنبې ورځ وویل:

"ټاکل شوې وه چې ښاغلی پوتین ډېر ژر پاریس ته راشي او په یو لړ مراسمو کې برخه واخلي. ما له ‎دې ملاقات سره یوازې په ‎دې شرط موافقه کړې وه چې هغه به د سوریې پر حالت خبرې راسره کوي، یوازې پر سوریه! ما همداراز ولسمشر پوتین ته څرګنده کړې وه چې پاریس ته د راتګ په صورت کې به ‌یې زه نورو مراسمو ته نه بدرګه کوم خو د سوریې پر وضعیت خبرې کولای شم او هغه د سفر ځنډول غوره وبلل."

د کرېملېن ویاند ویلي چې د دې سفر لپاره به بل مناسب وخت ته ګوري.

د سوریې په حلب ښار کې د روسي جنګي الوتکو بمبار

د سوریې په حلب ښار کې د روسي جنګي الوتکو بمبار

بلخوا د روسیې جنګي الوتکو د سوريې شمال ختیځ کې د حلب پر ښار چې محاصره دی، درنې بمبارۍ بیا پيل کړې.

په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې اداره چې مرکز يې په لندن کې دی، په سېشنبه وویل چې د حلب په بوستان‌ القصر او فردوس سیمو کې لږ تر لږه اته تنه ملکي وګړي په‎برید کې وژل شوي دي.

د دې ادارې مشر رامي عبدالرحمن ویلي، د بشارالاسد رژیم د تېرې چارشنبې په ورځ پر حلب د بمباریو د بیا پیل اعلان وکړ او دا ښايي د روسي الوتکو تر ټولو درنه بمباري وه. حلب کې لږ تر لږه دوه نیم لکه وګړي په جګړه کې بند پاتې دي.

برتانیا، د سوریې پر سر و روسیې ته د ګوښه کړل شوي هېواد ګواښ کړ

ګورباچوف: امریکا او روسیې نړۍ خطرناک حالت ته رسولې

د شوروي اتحاد د جمهوریتونو وروستي مشر میخاییل ګورباچوف په امریکا او روسیې غږ کړی چې د سوریې په سر لانجو یې نړۍ یوه خطرناک حالت ته رسولې ده او باید ژر تر ژره دا وضعیت سم شي.

میخاییل ګورباچوف

میخاییل ګورباچوف

ښاغلي ګورباچوف تېره ورځ د روسیې دولتي رسنۍ ریا نووستي یا "آر، آی، اې" ته ویلي چې د امریکا او روسیې تر منځ د سوریې د جګړو په سر د خبرو درېدل یوه لویه تېروتنه ده او باید دا خبرې له سره پیل شي.

ګورباچوف تر هغه وروسته د دغه خطرناکه حالت په اړه خبرداری ورکړی چې امریکا متحده ایالتو، په سوریه کې د اوربند ټینګښت په خاطر د روسیې له‎خوا د خبرو مخته وړلو هڅو ته منفي ځواب ورکړ.

امریکا په روسیې تور پورې کړی چې په دغه هېواد کې د سږ کال ولسمشرۍ انتخاباتو پر مهال د امریکا سیاسي اهداف "هک" کوي.

روسیې د دغه منفي ځواب په غبرګون د اټمي همکاریو یو شمېر موافقې وځنډولې، په سوریه کې او له اروپا سره په پولو کې یې پوځیان زیات کړل او هم‌یې د ناټو په یو قدمي کې په کلېننګراد کې د اټمي وسلو د لېږد وړ میزایلو سیسټم فعاله کړ.

د امریکا او روسیې تر منځ اړیکې لا دمخه د اوکراین پرسر خړپړ شوې دي.

نهه اتیا کلن ګورباچف همداراز په ایسلنډ کې په یوه جلا بیان کې ویلي چې د نړۍ د سترو قدرتونو تر منځ په وروستیو کلونو کې د اړیکو خړپړېدو له اټومي وسلو د یوې خالي نړۍ هیله هم له‎منځه وړې ده.

ښاغلي ګورباچف ویلي تر هغو چې اټومي وسلې وي د هغوی د کارونې خطر هم محسوس دی او باید دا وسلې په کامله توګه له‎منځه لاړې شي.

ګورباچوف چې په ۱۹۹۰ میلادي کې د اټومي وسلو د خنثی کولو د هڅو په لړ کې د سولې نوبل جایزه هم ګټلې ټینګار کړی چې د اټمي وسلو له‎منځه وړل، له ترهګرۍ سره مبارزه او د طبیعي پېښو د ورانیو مخنیوی باید د ټولو لپاره لومړیتوب واوسي.

XS
SM
MD
LG