د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د عاشورې مراسم روان دي


په پاکستان کې هر کال د محرم لسمه يا د عاشورې ورځ په عقيدت سره لمانځل کېږي. روان کال هم د هېواد په لوېو او وړو ښارونو کې جلوسونه شوي دي. په دغو جلوسونو کې د څه بدې پېښې د مخنيوي لپاره سخت امنیتي انتظامات شوي دي.

د اکتوبر په دوولسمه چې د اسلامي کال د محرم لسمه جوړیږي، د اسلام اباد په ګډون د هېواد په څلورو صوبو، قبايلي سيمو، ګلګت بلتستان او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير په لويو او وړو ښارونو کې ماتمي جلوسونه راویستل شوي دي چې تر ماښامه به سر ته ورسېږي.

په سرښار اسلام اباد او راولپنډۍ ښار کې هم د ویر جلوسونه راويستل شوي دي او د جلوسونو لپاره ټاکلې شوې ټولې لارې د هر ډول ټرافیک لپاره بندې دي. د دې ترڅنګ د بدو پېښو مخنيوي لپاره د پوليسو تر څنګ رېنجرز او اېف سي ځواکونه هم ځای پر ځای شوي دي. د دې سربېره د مرکزي جلوسونو هوايي څارنه هم کېږي.

په پېښور کې مرکزي جلوس په ټاکل شوي لارې روان دې او په لارو کې ځای په ځای د شربتو او اوبو سبيلونه لګول شوي دي.

له پېښوره د مشال رېډيو خبريال وايي د لسم محرم ماتمي جلوسونو امنيت لپاره د پوليس اهلکارانو سره سره کېمرې هم لګول شوي دي.

دغه راز په کوټه او لاهور کې هم محرم د لسمې مرکزي جلوسونه په خپل مقرر کړل شویو لارو روان دي. په لاهور کې به ماتمي جلوس نن ماښام کربلا ګامې شاه کې سر ته ورسېږي.

په کراچۍ کې هم د عاشورې مرکزي جلوس له نشتر پارک نه راويستل شوی دی او تر بېلا بېلو ځايونو تېرېدو پس به حسېنيه ايرانيا کهارادر کې ختم شي.

په ټول هېوادکې امنيتي انتظامات شوي دي او په يو شمېر ښارونو کې د موټر سايکل په غبرګه سپرلۍ له بندېز سره سره په وسلو او کرکه خورونکو تقريرونو هم پابندي لګول شوی ده. په يو شمېر ښارونو کې به د جلوس په لارو کې موبايل سروس هم په موقتي ډول بند وي.

د محرم په لسمه په پاکستان کې سرکاري رخصتي ده او ټولې تعليمي ادارې، بېنکونه، سرکاري او غېر سرکاري دفترونه بند دي.

XS
SM
MD
LG