د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ایران ۲۲ کلنه نجلۍ په دار ځړوي"


د بخښنې نړیوال سازمان په ایران کې د یوې ځوانې ښځې د ممکنه زندۍ کولو پر پرېکړه اندېښنه ښودلې.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي،ایران دې هغې نجلۍ ته د مرګ سزا نه ورکوي پر چا چې د خاوند وژلو تور دی.

یاد سازمان وايي،پر دې دوویشت کلنه نجلۍ مقدمه په غیر منصفانه توګه چلول شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ښايي ایراني چارواکي یاده نجلۍ ډېر ژر په دار کړي.

د بشري حقونه لپاره کار کوونکي وايي،۲۲ کلنه زینب سکانوند په خټه کردۍ ایرانۍ ده چې په ۱۷ کلنۍ کې د خپل مېړه د وژلو په جرم د مرګ سزاواره ګرځول شوې وه خو پر هغې ماشوم پورې وو ځکه یې د مرګ سزا ځنډول شوې وه.

زېنب سیکانوند اوس دوویشت کلنه ده او پر دې تور دی چې خپل خاوند یې وژلی وو چې د دې په وینا دا به یې په میاشتو میاشتو وهله ډبوله.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، زېنب په خټه کردۍ ایرانۍ ده او په اولس کلنۍ کې د خاوند په وژلو تورنه شوې وه او بیا په داسې بې انصافي مقدمه ورباندې چلول شوې وه چې د وکیل نیولو اجازه یې هم نه درلوده.

یاد سازمان د سېشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل چې زېنب ته د مرګ سزا ورکول یو ډېر خواشینوونکی عمل دی چې ښايي په پنجشنبه په دار شي.

د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي چې نوموړې په زندان کې دویم واده کړی وو او په دا وروستیو کې یې مړ ماشوم هم پیدا شوی وو.

په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د بخښنې نړیوال سازمان څېړونکي او فعال پیلیپ لوتهر د دوشنبې په ورځ ویلي چې یو خو زېنب د نیول کېدو پر وخت تر اتلس کلنۍ کم عمره وه او بل د وکیل نیولو اجازه هم ورنه کړل شوه.

د پیلیپ لوتهر په وینا، نوموړې تر نیول کېدو وروسته په زندان کې د نارینه پولیسو له خوا ځورول شوې او په ټول بدن وهل شوې ډبول شوې وه.

نوموړي زېنب سیکانوند ته په اشاره ویلي چې ایران کم عمرو ته د سزا نه ورکولو پر ژمنو سربېره دا ټول عمل روان کړی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي د ایران چارواکي باید په سم دستي توګه د زېنب د مرګ د سزا حکم رد کړي، پر هغې له نوې سره بې د مرګ له سزا پر انصاف ولاړه مقدمه وچلوي او هغې ته د دفاع لپاره د وکیل نیولو اجازه ورکړي.

د سکانوند څو ورځې وړاندې مړ ماشوم وزیږېدلی. دا وايي چې خپل مېړه وهله او ټکوله.

د بخښنې نړیوال سازمان په سېشنبه په یوه خبرپاڼه کې د سکانوند پر سزا کولو سخته اندېښنه ښودلې او وايي چې هغه ښايي د پنجشنبې په ورځ اعدام شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG