د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات حدیقه بشیر د اسیا جینکو سفیرې جاېزه یوړه


د تاېوان حکومت او اميد نومې غير سرکاري ادارې د سوات څوارلس کلنې حديقه بشير ته په کم عمر کې د جینکو ودونو خلاف مبارزې په سر د اسیا سفيرې جاېزه ورکړې.

حديقه بشير ته د اتوار په ورځ د تایوان په تای ښار کې د اسيایي هېوادونو د جينکو استازي اېوارډ په دې ورکړل شو چې هغه په سوات کې د جينکو حقونو لپاره له څلورو کلونو راهیسې کار کوي. د دغه جاېزې لپاره له هند، منګوليا، ارمینیا او تایوان نه هم د جینکو تر منځ سیالي وه. د ايوارډ ترلاسه کولو وروسته حديقه بشير له مشال ريډيو سره په ځانګړي مرکه کې وویل:

"زه ډېره خوشحاله يم او دا زموږ ټولو لپاره د وياړ خبره ده چې د پاکستان يوې جینۍ ته دغه جاېزه ورکول کیږي.زما دا جاېزه په کشمير کې د ځپل شویو خلکو په ګډون په مردان او کوېټه کې د وژل شويو کسانو په نوم ده"

حديقه بشير وویل په سوات کي دوی د جينکو يوه ډله جوړه کړې چې کور په کور ګرځي او د جينکو قونو په اړه د پوهاوی لپاره کار کوي.د هغې په خبره په دغه سیمه کې جينکۍ له يوشمېر مشکلاتو سره مخامخ دي او په راتلونکي کې به د انجونو لپاره هلې ځلې نورې هم زیاتې کړي. هغې وویل:

"دلته جينکو ته په تعليم ترلاسه کولو کې مسلې دي.کومې تعليمي ادارې چې موجودې دي،هلته اسانتياوي نشته. د جينکو لپاره د صحت سهولتونه هم نشته. په ماشوموالي کې د جینکو ودونه کیږي، جينکۍ د واده په نوم خرڅول کيږي. زه اراده لرم چې له قانونجوړونکو او عملي کوونکو ادارو سره رابطې وکړم او دغه ټولې ستونزې په نړيواله کچه په ډاګه کړم"

د سوات یوې ماشومې د بشري حقونو جایزه ګټلې​

​په سوات کې دي اويکنينګ په نوم د ښځو حقونو لپاره کارکوونکې ټولنې مشر عرفان حسين بابک چې د حديقه بشير تره هم دی،وايي چې له دغه جاېزې سره به په سيمه کې په حقونو ترلاسه کولو کې د جینکو لويه مرسته وشي. هغه وویل:

" په دې جاېزه زه ډېر خوشحاله يم.دا د ټول هېواد لپاره د وياړ خبره ده ، داسې جاېزې په نړيواله او قامي سطح ورکول پکار دي ځکه چېدا سيمه جنګ ځپلې ده. دلته د جينکو د حقونو لپاره غږپورته کول ډېر ګران کار دې. له دې سره به د خلکو حوصلې لوړې شي او نړۍ ته به د پښتنو یو ښه شکل و ښودل شي "

حديقه بشير تېرکال په امريکا کې د محمد علي بشري جاېزه وړې وه. دغه اېوارډ هم هغې ته د ماشومانو جينکو د ودونو خلاف د مبارزې په سر ورکړل شوې و.

XS
SM
MD
LG