د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان له کندزه وشړل شول


د تېرو نهو ورځو له نښتو پس د کندز ښار بېګا شپه له وسله‎والو طالبانو پاک کړل شو.

کندز امنیه قومندانۍ امنیت امر محمد معصوم هاشمي ساپي ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ښار په تصفیې سره په لیرو پرتو سېمو کې تصفیوي عملیات پیل شوي دي.

په سېمه کې د ازادي راډيو خبریال وایي، په ښار کې وضعیت نورمال دی او یو شمېر کورنۍ هم ښار ته د تلو په حال کې دي.

له بلې‌خوا د کندز یو شمېر اوسېدونکو نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغو جګړو کې ملکي وګړو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اوښتي خو د دوی په وینا تر اوسه هېڅ ډول مرستې له دوی سره نه‎دي شوي.

په همدې حال کې کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالحمید عالم نن ازادي راډيو ته وویل چې له دغو جګړو ورته څلور سوه ټپیان او څلور جسدونه روغتون ته وروړل شوي چې اکثره‌یې ملکیان دي.

خو تر اوسه د کندز ښار تصفیې په اړه وسله‎والو طالبانو څه نه‎دي ویلي.

XS
SM
MD
LG