د لاسرسي ځای

په کابل کې د عاشورا پر عزادارانو برید کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۳۶ نور زخمیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي خبري رسنیو ته ویلي چې دا برید پرون سېشنبه په دریمه امنیتي حوزه کې د "سخي" په زیارت کې د عاشورا په عزادارانو شوی دی. په وژل شوو کې ۱۳ عادي وګړي او یو د پولیسو افسر دی.

راپورونه وايي چې برید کونکي د پولیسو یونیفورم اغوستې وو.

د افغانستان ولسمشر دا حمله په سختو ټکو کې غندلې ده او د پیښې د قربانیانو سره يي خواخوږي څرګنده کړیده.

د برید ذمه واري لا چا نه ده منلی.

XS
SM
MD
LG