د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ کې یوولس تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼۍ وايي، د تېرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې د افغان ګډو ځواکونو په عملياتو کې اته تنه وسلهوال وژل شوي او درې تنه نور زخميان شوي دي.
نوموړی وايي، په دې عملياتو کې ۵۳ تنه شکمن کسان هم نیول شوي دي چې اوس ترې څېړنې روانې دي.
وسلهوالو طالبانو د یادو عملیاتو په تړاو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.