د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د کندز ښار له وسله‌والو پاکه کړل شوه”


کندز ښار کې له تېرو نهو ورځو جګړو وروسته دغه ښار تېره شپه د وسله‎والو طالبانو له حضوره تصفیه ...

کندز ښار کې له تېرو نهو ورځو جګړو وروسته دغه ښار بېګا شپه د وسله‎والو طالبانو له حضوره پاک شو.

د کندز امنیه قومندانۍ امنیت امر محمد معصوم هاشمي ساپي مشال راډيو ته وویل چې د دغه ښار په تصفیې سره په لیرو پرتو سېمو کې تصفیوي عملیات پیل شوي دي.

په سېمه کې د مشال راډيو خبریال وایي، په ښار کې وضعیت نورمال دی او یو شمېر کورنۍ هم ښار ته د تلو په حال کې دي.

کندز کې د افغان ځواکونو عملیات
کندز کې د افغان ځواکونو عملیات

له بلې‌خوا د کندز یو شمېر اوسېدونکو نن مشال راډيو ته وویل چې په دغو جګړو کې ملکي وګړو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اوښتي خو د دوی په وینا تر اوسه هېڅ ډول مرستې له دوی سره نه‎دي شوي.

په همدې حال کې کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالحمید عالم نن مشال راډيو ته وویل چې له دغو جګړو ورته څلور سوه ټپیان او څلور مړي روغتون ته وروړل شوي چې اکثره‌ یې ملکیان دي.

خو تر اوسه د کندز ښار تصفیې په اړه وسله‎والو طالبانو څه نه‎دي ویلي.

XS
SM
MD
LG