د لاسرسي ځای

تازه خبر

المیډا: پاکستان حکومت راباندې د وتو بند ولګاوه


خبر يال سيرل الميډا
خبر يال سيرل الميډا

د پاکستان انګريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان خبر يال سيرل الميډا په خپله تویټر پاڼه لیکلي چې حکومت ورباندې پر بهرني تګ بندیز لګولی دی.

د هغه په خبره په ډان ورځپاڼه کې د اکتوبر میاشتې اوومې نېټېهغه رپورټ ورباندې د بندیز سبب ګرځېدلی چې د پاکستان قامي سلامتيا غونډې په باب یې کښلی وو. په هغه راپور کې سیرل المیډا ادعا کړې وه چې ولسي چارواکیو د هېواد پوځي مشرانو ته ويلي ول چې ملک په نړيواله توګه د يواځېتوب ښکار کېږي، پکار ده په هيواد کې د ناقانونه سختدريځو ډلو پرضد کاروايي وکړل شي.

د نوموړي د دې خبر له راتلو ورستو د دوشنبې ورځ د پاکستان وزير اعظم او پوځ مشر جنرل راحيل شريف په ملاقات کې د دې بيان ترديد وشو او د وزير اعظم هاوس لخوا جاري شوي بيان کې ويل شوي چې د خبريال له وجې قامي مفاداتو ته زیان رسېدلی شي نو د خبریال المیډا خلاف به کاروايي کېږي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې خبریال اقبال خټک وويل چې د خبريال کار ولس خبرول وي، سيرل الميډا خپلې صحافتي ذمه وارې تر سره کړې دي او هېڅ يو ګام ېي د صحافتي اصولو خلاف نه دی پورته کړی.

دی وايي چې اخبار د حکومتي بيان پر ضد خپل موقف هم وړاندې کړی دی نو بيا د حکومت لخوا داسې ګام اخيستل او په يو خبريال بندېز لګول د افسوس خبره ده.)

يو بل خبریال عدنان رحمت مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان ایين آرټيکل ۱۹ ممطابق معلوماتو ته رسايي د هر چا بنيادي حق دی او د قانون مطابق مېډيا ته مکمله آزادي ده. خو د حکومت لخوا داسې فيصله کول له پوهې بهر ده. پاکستان يو جمهوري ملک دی او د نورو ادارو په شان مېډيا ته هم د آزادی حق حاصل دی چې يو خبر تر ټول ولس ورسوي.

(زما په خيال حکومت تر ایين لاندې کار کوي او ایين د آزادې ميډيا ضمانت ورکوي. موږ دا هم وايو چې پاکستان يو جمهوري ملک دی او دا ځکه چې ایين د دې ضمانت ورکوي. نو دا رنګ د جمهوري ملک يو پيمانه آزاده ميډيا هم وي. د ميډيا په اړه د ډېرو څيزونو آزادي خو شته لکه د دې خبر خپرول خو د خپرېدو نه پس چې کوم صورتحال جوړ دی د هغې ورستو د تحفظ هېڅ يو ضمانت نشته. نو موږ ګورو چېرته چې په حکومت څه خبره بده ولګي نو په هغې سخت رد عمل ښکاره کوي. نو بيا دا خبره په يقين سره کېدلی شي چې ميډيا ته لا هغه ازادي نه ده حاصله چې د آرټيکل ۱۹ لاندې د خپلې رایې اظهار وکړي.)

پاکستان د نړۍ په هغه هيوادو کې دې چرته چې يو شمېر خبريالان وژل شوې او يا هم زورول کېږي. هم دا وجه ده چې خبريالانو لپاره کار کونکې نړيوالو ادارو په پاکستان په بيا بيا ږغ/غږ کړي چي د خبريالانو تحفظ دې يقيني کړل شي.

XS
SM
MD
LG