د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ولسي جرګې سپیکر د ټرمپ لپاره منډې ترړې نه وهي


ډونلډ ټرمپ په خپل ټویټر پیغام کې ویلي پاول راین دې له ده سره خپل وخت په جنګ نه خرابوي.

د امریکا ولسي استازیو اېوان سپیکر پاول راین له هغه وروسته د ریپلیکنو ولسمشرۍ کاندید ډونلډ ټرمپ د ملاتړ نه کولو خبره کړې چې د ټرمپ لخوا د ښځو په اړه څرګندونو ډیره غوسه راپارولې ده.

پاول راین چې په خپله هم د ریپبلیکنو یو سینیېر منتخب مشر دی د خپل ګوند نمایینده ګانو ته وویل په راتلونکي اتم نومبر تر کېدونکیو ولسمشریزو انتخاباتو وړاندې به د ټرمپ لپاره منډې ترړې و نه کړي.

ډونلډ ټرمپ په خپل ټویټر پیغام کې ویلي پاول راین دې له ده سره خپل وخت په جنګ نه خرابوي.

د هیلري کلنټن کمپاینکوونکیو بیا ویلي، دا ډېره حیرانونکې ده چې راین د خپل ګوند ملګرو ته د ټرمپ لپاره د کمپاین نه کولو خبره کوي.

د پاول راین دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د ریپبلکین ګوند یو شمیر سېنېټرانو، د ګانګرېس غړیو، ګورنرانو، او د دې ګوند پخوانيو مشرانو لا له وړاندې د ټرمپ لپاره د کمپاین نه کولو ویلي دي.

XS
SM
MD
LG