د لاسرسي ځای

افغان ځواکونو د کندز ښار دویمه او درېمه حوزه ونیوله


افغان ځواکونو د کندز ښار دویمې او درېمې حوزې د تصفیوي عملیاتو په نتیجه کې له طالبانو و نیولې.

د کندز امنیت آمر محمد معصوم هاشمي نن سېشنبه ازادۍ راډیو ته وویل چې د دغو سیمو نیولو لپاره له بېګا شپې راهیسې عملیات روان ول.

د نوموړي په خبره د دغه ښار په ځینو برخو کې لا هم جګړه دوام لري خو د تلفاتو د وروستیو شمېرو په اړه یې جزیات ورنه کړل.

په کندز ښار کې د وروستیو نښتو له امله څه باندي ۳۰ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG