د لاسرسي ځای

تازه خبر

له حزب اسلامي د بندیزونو لیرېکولو کمیسیون کار پیل کړ


د حزب اسلامي استازي وایي، پر دوی د نړیوالو بندیزونو لیرېکولو حکومتي کمیسیون خپل کار پیل کړی دی.

د حزب اسلامي مرکچي پلاوي مشر امین کریم آزادۍ راډیو ته وویل، دولت د یوې داسي دوسیې په جوړولو بوخت دی چې له مخې یې له دغه ډلې بندیزونه هیسته کړل شي.

((د بندیزونو لیرېکولو کمیسیون کارونه پیل کړي دي. خبرې پیل شوې دي. حکومت نړیوالو سازمانونو او هغو حکومتونو ته د لېږلو لپاره د دوسیې په جوړولو بوخت دی چې پر حزب اسلامي یې بندیزونه لګولي ول.))

ښاغلي کریم وویل چې له نړیوالو بندیزونو د حزب اسلامي ایستل د ملي وحدت حکومت له ژمنو څخه وه چې دغه ډله هم ورسره همکاري کوي.

د حزب اسلامي د معلوماتو له مخې په دې اړه د افغانستان د ملي امنیت له شورا او دغه راز د ملګرو ملتونو د دایمي غړیو هیوادونو له استازو سره په تماس کې دي.

د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ نږدې دوه اونۍ مخکې د سولې هوکړه د ولسمشر اشرف غني او ګلبدین حکمتیار تر منځ لاسلیک شوه.

XS
SM
MD
LG