د لاسرسي ځای

تازه خبر

داعش په شام کې د خپل مشر مړینه ومنله


په شام کې اسلامي دولت وسله والې ډلې تایید کړه چې د دې ډلې د پروپیګنډې د چارو مشر واییل الفیاض وژل شوی دی.

په دې اړه د امریکا دفاع وزارت ویلي وو چې نوموړی تېره میاشت د شام په راقه ښار کې د هوايي برید پر مهال وژل شوی دی.

د اسلامي دولت وسله والې ډلې لخوا پرون په انټر نیټ خپور شوي بیان کې الفیاض ته د عقیدت پیرزونې وړاندی کړل شوي دي. په دې بیان کې دا نه دي ویل شوي چې نوموړی کله، چیرته، او څنګه وژل شوی دی.

البته د امریکا دفاع وزارت ويلي چې الفیاض د سیپتمبر په اوومه نیټه د امریکا په مشرۍ د اتحادي ځواکونو په هوايي بریدونو کې وژل شوی دی.

دفاع وزارت زیاته کړی چې نوموړی د اسلامي دولت وسله والې ډلې د اطلاعاتو وزیر، د پروپیګنډې څارونکې او د مشرانو د شورا مهم غړی وو. خو اسلامي دولت وسله والې ډلې بیا الفیاض د خپلو رسنیو د څانګې د مشر په توګه یاد کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG