د لاسرسي ځای

تازه خبر

فراه ولایت ته په لسګونو نور پوځيان استول شوي


د فراه چارواکي وايي، د امنیت ټینګولو لپاره ۲۰۰ کسیزه اضافي ځواک ور ورسېده.

د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویندوې اقبال باهر پرون دوشنبې مشال راډیو ته څرګنده کړه چې دا اضافي امنیتي ځواک له هر اته ور رسېدلی چې د رج او نوبهار سیمو ته نېږدې به په پوځي عملیاتو کې ګډون وکړي.

امنیتي ځواکونو په فراه کې دمشال راډیو خبریال ته ویلي چې وسله‎وال طالبان د فراه ښار له شاوخوا سیمو ایستل شوي دی.

وسله‎والو طالبانو په وروستیو کې د فراه ښار په شاوخوا کې حملو ته شدت ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG