د لاسرسي ځای

تازه خبر

 ننګرهار: ډرون بریدونو ۱۸ داعش وسله وال وژلي


د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې د شفق سیلاب په نوم پيل شويو عملياتو په لړ کې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د ننګرهار په اچين او هسکه مېنه ولسواليو کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې د بريدونو له امله ۱۸ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوګياڼي د سېشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل چې د اچین ولسوالۍ په باندر سیمه کې ۱۲ او د هسکې مېنې ولسوالۍ په شیخانو سيمه کې بې پيلوټه الوتکې شپږ تنه داعش وسله وال په نښه کړي او له منځه يې وړي دي.

خوګياڼی زیاتوي چې په هسکه مېنه کې د عثمان په نوم د داعش وسله والو يو قوماندان هم په دغه بريد کې وژل شوی دی.

داعش وسله والو تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG