د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عاشورې مراسمو پر مهال هنګو حساسه ګرځول شوې


د هنګو امنیتی چاوراکي وايي، په سیمه کې د عاشورې مراسمو پر مهال د ترهاګرې خطره ده، ځکه یې دغه سیمه یې تر ټولو زیات حساسه ګرځولې ده.

د پولیسو مشر ډی پی او شاه نظر مشال ریډیو ته وویل، د دغو ورځو په مناسبت یې امنيتي پلان ترتیب کړی او د ښار په مرکزي برخو کې یې اضافي سرتېري ځای پرځای کړي چې د ترهګرېپيښو مخه ونېسي.

شاه نظر وايې، د ښار ټولې هغه مرکزي برخې چېرته چې امام باړې دي او یا د شییعه ګانو جلوسونه به تېرېږي، له هغې سره سره بازارونه هم تړل شوي، لارې کوڅې بندې دي او د خلکو تلاشیانې اخیستل کېږي.

د ده په خبره، په سیمه کې تر نامعلوم وخت پورې دفعه ۱۴۴ د نافذېدو وروسته په ښارکې پر موټر سایکل غبرګه سورلۍ، د لاوډسپیکر کارول، پیټرول او یا کیمیکل خرڅول، د تورو شیشو ګاډی او د وسلو پر نمایش پابندي لګېدلې ده.

د هنګو سید حسین علي شاه حسیني چې د شییعه ګانو ځایي مشر دی، مشال ریډيو ته وايي، په سیمه کې د نهم او لسم محرم الحرام پر مهال د امام باړو او جلوسونو حفاظت لپاره چې کوم ګامونه پورته کړل شوي دي، له هغوی څخه مطمین نه دي ځکه چې ځینې اوس هم داسې ځایونو شته چې هلته د سیکورټي ضرورت دی.

د عاشورې ورځ، چې د ټولو مسلمانانو لپاره ډیر اهمیت لري،په ټوله اسلامي نړۍ کې د ځانګړې مراسمو په ترڅ کې لمانځل کیږي.

د خیبر پښتونخوا د نورو سیمو پشان په هنګو کې هم په تیرو څو کلونو کې په دغو مراسمو کې په شعیه ګانو ځان مرګي بریدونه او چاودنې شوي، چې د دې له وجې پولیسو داځل هم سخت امنیتی ګامونه اوچت کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG