د لغمان چارواکي وایي، د وسله والو طالبانو ډله ییز برید د اتو بریدګرو په وژلو پای ته ورسېد.
د دغه ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادي راډيو ته وویل پېګا شپه دوه نیمې بجې وسله والو د دغه ولایت په بادپښ ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو ډله ییز برید وکړ چې د امنيتي ځواکو له سخت مقاومت سره مخامخ شول.
ښاغلي ځواک وویل چې په دې نښته کې څلور وسله وال بریدګر وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان دي.
نوموړي وویل په دې درې ساعته نښته کې یو تن د ملي اردو سرتېری هم وژل شوی او درې تنه نور یې برسېرن ټپيان شوي دي چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
خو وسله والو طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه نه دي ویلي.