د لاسرسي ځای

د تورخم پاسپورټ او امیګریشن دفتر چارواکي وایي، د پاکستان وفاقي حکومت د پولې سمبالولو کړنلارې له مخې د افغانستان ډرایورانو ته د پاسپورټ او ویزې موده د نومبر تر لومړۍ نېټې غځولې ده. دوی تر دې وروسته به د سفري اسنادو پرته هېڅوک هم پر ترخم پاکستان ته نه شي ننوتلی.

د پاکستان دغه پرېکړې د افغانستان ډرایوران اندېښمن کړي دي او غوښتنه کوي چې د دوی لپاره دې دغه شرط ختم کړل شي او د تګ راتګ لپاره دې ورته یوبلبندوبست وکړل شي.

د افغانستان یو ډرایور محمد جان وايي، سفري سندونه به تیار کړي خو له دې سره به هره ورځ له یوه نوي مشکل سره مخامخېږي. ځکه چې دوی ته د ګاډو مالکانو د پاسپورټ او ویزې لپاره پیسې نه ورکوي، او د تورخم دواړو غاړو ته د ننوتو او وتو مهال د ټاپې په لګولو سره به یې په ورځو ورځو ګاډي ولاړ وي.

؛موږ د پاسپورټ او ویزې د فیس لپاره روپۍ له کومې کړو، هر ډرایور او کلینډر خو یې د جوړولو وس نه لري، او له دې کار سره به ټول ټرانسپورټ ودرېږي، نو چارواکیو ته پکار ده چې یوبل متبادل آسان بندوبست راته وکړي او راهدارې یا کوم بل کارډ دې راته جوړ کړي او په هغه دې د تګ راتګ اجازه راکړي.؛

د افغانستان یو بل ډرایور فضل ربي وایي: ؛دا خو ډېره لویه ستونزه ده، زما اووه زره روپۍ (۷۰۰۰) تنخا ده ما خو په دې تنخا کې وس نشته چې پاسپورټ جوړ کړم، دغه شرط دې ختم کړل شي.؛

یاده دې وي چې د روان کال د جون میاشتې له لومړۍ نېټېپاکستان پر تورخم دروازه د افغانستان وګړیو لپاره د سفري اسنادو شرط ایښی دی او اوس یوازې هغه وګړي ورپرېږدي پر پاسپورټ یې د پاکستان ویزا لګولې وي.

د تورخم ځایي سوداګر وایي چې له دې سختیو سره د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خلکو په تګ راتګ کې ډير کمی راغلی دی چې نه یوازې په تورخم کې ورسره په لویو او وړو کاروبارونو اثر پرېوتی دی بلکې په پېښور کې هم ورسره ځینې کاروبارونه اغیزمن شوي دي.

خو د پاکستان امنیتي ځواکونه وایي چې، دغه ګام یې د امنیت په خاطر پورته کړی دی او دوی غواړي چې د پولې سمبالولو کړنلارې له مخې په تورخم کې د وسلوالو د تګ راتګ مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG