د لاسرسي ځای

تورخم: ټرانسپورټرانو هړتال ختم کړ


په تورخم کې د پاکستاني ترانسپورټرانو اتحادیه وايي افغان چارواکو سره یې خبرې کامیابې شوې او افغانستان ته د بار وړونکیو لاریو تګ یو وارې بیا پیل شوی، خو د لاریو چلونکي وايي د لارو بندېدو ورته په دې تېرو څو ورځو کې یو لوی سرخوږی جوړ کړی و. د مشال راډیو خبریال فرهاد شینواري تورخم ته په لاره د ولاړو لاریو د مالکانو او ډریورانو سره خبرې کړي او دا ویډیويي راپور یې راستولی دی.

XS
SM
MD
LG