د لاسرسي ځای

کندز: خلک د اوربند غوښتنه کوي


د ارشیف انځور

د ارشیف انځور

د کندز ښار اوسیدونکي له حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو غواړي چې دغه ښار ته د بشري مرستو د رسیدو په هدف اوربند وکړي.

دا په داسي حال کې ده چې له سیمې د مشال راډیو خبریال وایې، په کندز ښار کې د اوومې پر له پسې ورځې لپاره جګړه روانه ده چې له امله یې خلک د خوراکي موادو او اوبو له جدي کمښت سره مخامخ دي.

د کندز سیمه ییز چارواکي وایې د دغو جګړو له امله څه باندي شل زره کورنۍ نورو ولایتونو ته تښتیدلي خو اټکل کیږي چې څلور نیم لکه کسان به لا هم په دغه ښار کې بند پاته وي.

په ورته وخت کې د خط نو په نوم سازمان وایې د کندز خلکو ته د مرستې په هدف یې د پيسو ټولولو یو صندوق جوړ کړی او تر راتلونکو څو ورځو به د دغه ښار خلکو ته نغدي مرستې ورسوي.

XS
SM
MD
LG