د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرمه اېجنسۍ: د محرم د امنیت ساتلو لپاره جرګې شوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په کورمه اېجنسۍ کې د نهم او لسم محرم الحرام پر مهال د امنیت ټینګ ساتلو لپاره د حکومتي چارواکو او د شیعه او سنیي مشرانو ترمینځ جرګې شوېدي.

دغه جرګې چې د سیمې انتظامي او عسکري چارواکو په سرپرستۍ د پاړه چنار نه علاوه په عليزو کې وشوې، د صدې، ساتین، ششو، جنداړۍ، خوارکلي، بګزایو، بنیامین، اړولي، منډان، وتېزو او مندوریو مشرانو پکې ګډون وکړ.

د عليزو ځایي مشر ملک دلدار حسین مشال ریډيو ته وايي، جرګې غړو دا باور ورکړو چې د محرم د مراسمو په وخت کې د امن برقرار ساتلو کې به د حکومت پوره پوره ملاتړ کوي.

د اړولي ملک مولا جان مشال ریډيو ته وايي، ځیني عناصر غواړي چې د سیمې امن یو ځل بیا خراب کړي خو هغوی به په خپل مقصد کې کامیاب نشي.

د ساتین ملک سید عباس مشال ریډيو ته وویل، په دې میاشت کې باید ټول خلک له صبر او برداشت څخه کار واخلي چې د محرم مقصد همدغه دی.

د بره کورمې مرستیال پولټيکل ایجنټ شاهد علي خان په بیلا بیلو علاقو کې د امن کمېټیانو په مشرانو غږ وکړو چې د محرم مراسمو په وخت دوی د دې خصوصی خیال وساتي چې څوک د سیمې امن خراب نه کړي.

د عاشورې ورځ چې د ټولو مسلمانانو لپاره ډیر اهمیت لري، په ټوله اسلامي نړۍ کې د ځانګړیو مراسمو په ترڅ کې ترسره کیږی.

په ملک کې په تېرو څو کالونو کې په دغو مراسمو کې پر شیعه مسلمانانو ځان مرګي بریدونه او چاودنې شوي، چې له وجې یې دا ځل هم امنیتي سرتېرو سخت امنیتي ګامونه پورته کړي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG