د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې ۳۴ داعشیان وژل شوي دي


د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږياڼي مشال راډيو ته وویل، دغه داعش جنګیالي تېره شپه په هسکه مینه او نازیانو ولسوالیو کې د بهرنیو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو په بریدونو کې وژل شوي دي.

نوموړی وايي دغه هوايي بریدونه د شفق سیلاب په نوم د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې شوي چې د هسکې مینې ولسوالۍ په هارون بابا سیمه کې ۳۱ او درې نور د نازیانو ولسوالۍ په باره خیلو سیمه کې وژل شوي.

داعش وسله والو ددې عمليات په تړاو رسنیو ته څه نه دي ويلي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG