د لاسرسي ځای

جلال اباد: په بمي چاودنه کې ۴ کسان ژوبل شوي


د ارشیف انځور

د ارشیف انځور

په ننګرهار کې حکومتي چارواکي وايي چې د دویمې ناحیې اړوند د کابل اډې سیمه کې د پولیسو په رینجر موټر بمې چاودنه شوې چې ۳ پولیس او دوه تنه ملکي وګړې پکې ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوګیاڼي مشال راډیو ته د یکشنبې په ورځ وویل چې چاودنه غرمه مهال شاوخوا دولس نیمې بجې شوې ده خو د چاودنې نوعیت یې څرګند نه کړ.

د پیښې مسوولیت تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG