د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د محرم لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پاکستان په سر ښار اسلام اباد، پېښور، کوټه، کراچۍ او نورو ټولو لویو ښارونو کې د محرم له وجې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او امنیتي ادارې وايي دوی د بدامنیو د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي دي.

له اسلام اباده د مشال راډیو خبریال وايي د ملک د نورو برخو په شان دغلته هم د محرم په نهمه او لسمه د رخصتۍ اعلان شوی دی. د اسلام اباد ضلعي انتظامیې داخله وزارت ته درخواست کړی چې د محرم په نهمه او لسمه دې مبایل سرویس بند وساتي. تر دې وړاندې هم د عاشورې پر مهال د پاکستان له ۵۰ و نه په زیاتو ښارونو کې د امنیتي ملحوظاتو له کبله د مبایل سرویس بند ساتل کېږي.

راپورونه وايي د پاکستان امنیتي ادارې د محرم د ماتمي جلوسونو به هم کلکه څارنه کوي او د ډرون کیمرو له لارې به هم پر خلکو نظر ساتي.

له کوټې د مشال راډیو خبریال راپور راکوي چې د بلوچستان حکومت د محرام الحرام پر موقع په کوټه او صوبي په نور برخو کې دامنیت د ټینګولو لپاره لازمه تیاري کړېده.

دکوټي د پولیسو مرستیال مشر عبدالرزاق چیمه وايي چي د محرم پرمهال د ترهګرۍ اټکل کېږي. نوموړی وايي دوی اوه زره پولیس د امنیت د ټینګولو لپاره موظف کړي دي.

همدا رنګه په پېښور، هنګو، ډېره اسماعیل خان او د خېبر پښتونخوا په یو شمېر نورو ښارونو کې هم د محرم په حواله حفاظتي تدابیر نیول شوي دي. په تېرو کلونو کې په دې ورځو کې د افغان کډوالو ښاري سیمو ته په داخلېدو بندېز لګول کېده او پر موټر سایکلونو د غبرګو سپرلیو اجازه نه ورکول کېده.

په پاکستان کې د محرم په میاشت کې چې شیعه مسلمانان ماتم کوي، تل د بدامنۍ او ترهګرۍ پېښې مخې ته راځي.

XS
SM
MD
LG