د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاکړ: د تصديق په نامه د پښتنو شناختي کارډونه بند شوي


عثمان کاکړ
عثمان کاکړ

د پاکستاني سېنېټ قایمه کمېټۍ ویلي دي حکومت دې د پښتنو د تړل شویو شناختي کارډونو معامله زر هواره کړي او خلک دې له ستونزو راوباسي.

اسلام اباد کې د جمعې په ورځ د سینیټ د قایمه کمیټۍ غونډه د سینیټر عثمان کاکړ په مشرۍ کې وشوه. دې غونډې ته وویل شو چې د شناختي کارډونو د تړل کیدو سره د ماشومانو ب فارمونه نه جوړیږي او بیا هغوي په سکولونو کې داخله نه شي کولی.

مشال ریډیو سره د خبرو په وخت سینیټر عثمان کاکړ اوویل چې د تصدیق په نامه د کورنیو چارو وزارت د پښتنو له دوه لکو څخه ډیر شناختي کارډونه تړلي دي.

د کورنیوچارو وزارت وايي تر دې دمه نادرا د شپږو شناختي کارډونو تصدیق کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG