د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا: محرم لپاره ۳۶۰۰۰ پوليس امنيت ساتي


د خیبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د محرم الحرام لپاره امنیتي پلان ترتیب کړی دی چې ترمخه يې په صوبه کې د پیښور په ګډون پینځه ضلعې ډیرې حساسې ګرځول شوي دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت ویاند مشتاق غني پرون پیښور کې یوې خبري غونډې ته د وینا په وخت ویلي دي چې په ټوله صوبه کې به د امینیت ټینګ ساتلو لپاره شپږ دیرش زره پولیس سرتیري ځای په ځای کوي.

حکومتي ویاند زیاته کړي چې په کرکه خورونکي تقریرونو، رسالو او لیکونو بندیز دی او د موبایل ټیلیفونونه به دوه ورځې کار نه کوي.

مشتاق غني وویل پیښور، کوهاټ، ټانک، ډیره اسماعیل خان او هنګو د صوبې تر ټولو ډیرې حساسې ضلعې ګرځول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG