د لاسرسي ځای

پرويز خټک: اقتصادي راهدارۍ پروژې په اړه راته وزيراعظم دروغ ويلي


د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی پروېز خټک ويلي دي چې که مرکزي حکومت ورته د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي راهدارۍ پروژه کې خپله برخه ور نه کړي دوی به يې له خيبر پښتونخوا څخه تېرېدو ته پرينږدي. نوموړي ويلي چې دوی سره وعدې شوې وي چې دې راهدارۍ سره تړلي ټول سهولتونه به ورکول کيږي خو اوس دا وعدې ماتې شوي دي.

د خيبر پښتونخوا وزيراعلی پرويز خټک پرون په صوبايي اسملۍ کې د پاکستان او چين اقتصادي راهدارۍ پر منصوبه د خبرو پر مهال وزيراعظم نوازشريف د دروغو په ويلو تورن کړ.

هغه وويل چې په دې منصوبه کې د پښتنو له سيمو تېريدونکې مغربي لاره هيڅ وجود نه لري او دوی سره ټولې شوې ژمنې دروغ دي.

نوموړي زياته کړه: ((وزیر اعظم منلې وه چې مغربې لاره د اقتصادی راهدارۍ برخه ده او مغربي لار به تر ټولو اول جوړیږي. اوس که دا راهداري د ډېره اسماعیل خان په لاره د بلوچستان ګوادر ته نه رسي نو دا خو بیا مغربي لاره نه ده. موږ سره ولې د دروغو ژمنه شوې وه؟ که چرته دا مغربي لاره د پروژې برخه وي نو په دې کي د اورګاډو لاره، د ګېس نل لیکه او بریښنا بندوبست کوم دی؟ دا د پنجاب لپاره چې د چین سره لوظنامې لاس لیک شوي دي او کار پری هم روان دی نو دغه رنګ لوظنامې د پښتونخوا سره ولې نه دي شوي؟ موږ په اقتصادي راهدارۍ کي خپل حق غواړو او موږ له د خپل حق ترلاسه کولو چل راځي.))

اسفنديار: اقتصادي راهدارۍ کې خپل حق لپاره جنګ ته تیار يو

د چين او پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژه کې د مغربي لارې د نه شتون خبره پاکستان کې د چين سفير او پرويز خټک تر ملاقات وروسته مخې ته راغله چې له وجې يې ملت پالو ګوندونو مظاهرې پيل کړي. د پاکستاني رسنيوو تر مخه د چين سفير سن ويدانګدا خبره رد کړې ده.

ما د چين سفير ته وويل چې زما په صوبه به ستاسو تيریدل ډېر ګران وي

خو د پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک په صوبايي اسمبلۍ کې وويل: (( د چین له سفیر څخه مې وپوښتل چې آیا مغربي لاره د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ برخه ده او کنه؟ نو هغه وويل چې نه! بیا مې ترې وپوښتل چې ایا مغربي لار د راهدارۍ برخه جوړېدلی شي او کنه؟ نو هغه وويل چې دا هم نه شي کیدلی. نو ما ورته ځواب ورکړو چې بیا به زما په صوبه به ستاسو تېریدل ډېر ګران وي!))

د وزیر اعلی ددې څرګندونو وروسته په صوبايي اسمبلۍ کې واکم او اپوزيشن ګوندونو د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ د مغربي لارې په اړه یو پریکړه لیک په مشترکه توګه منظور کړ.

د خيبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ په پرېکړه لیک صوبايي وزیرې انیسه زېبوړاندې کړ. د نورو خبرو تر څنګ پکې راغلي وو: ((د باوري سرچینو په اساس معلومه شوې ده چې مغربي لاره د اقتصادي راهدارۍ د منصوبې برخه نه ده او دا خبر د پښتونخوا او قبایلي سیمو د ولس لپاره د ډېر غم او فکر سبب ګرځېدلی دی. دا اسمبلي له مرکزي حکومته غوښتنه کوي چې وفاقي حکومت دي دوی ته باور ورکړي چې مغربي لاره نه یوازې د سي پېک برخه ده بلکه دي لارې تهوزیر اعظم په ټول ګوندیزه غونډه کې لومړېتوب هم ورکړی وو. نوپه ټول ګوندیزه غونډه کي چې کومې پریکړې شوې وي په هغوی دي ټکی په ټکی عمل وشي.))

د مسلم ليګ (ن) مرکزي حکومت بيا دا خبرې سمې نه بولي او وايي چې د پاکستان – چين اقتصادي راهدارۍ پروژه کې به ټولو صوبو ته خپل حق ورکول کيږي.

کوټه کې د اقتصادي راهدارۍ مغربې لارې لپاره مظاهره

XS
SM
MD
LG