د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې يو شيعه وګړی وژل شوی دی


د کراچۍ ښار په ګلستان جوهر سيمه کې د خالي په شپه ناوخته نامعلومه وسله والو يو شيعه وګړی په ډزو وژلی دی. د چارواکو په خبره په دې بريد کې د هغه زوی ژوبل شوی دی.

د پوليس چارواکو په وېنا چې د وژل شوي تن پېژندګلو د پينځه پنځوست کلن منصور زېدي په نوم سره شوې ده او د هغه زوی عمار منصور په سخت ژوبل حالت کې د ښار جناح روغتون ته وړل شوی دی.

د کراچۍ پوليسو وياند قمرزېب ستي نن خبريالانو ته وويل چې د وژل شوی د ګلستان جوهر اوسېدونکی وو او په ياده سيمه کې موقعيت لرونکې امام باړې د مالي چارو مشر وو.

د پېښې زمه واري تحريک طالبان پاکستان حکيم الله مسود ډلې منلې ده.

بل اړخ ته په ټول ښار کې د پوليسو له خوا دفعه ۱۴۴م لګول شوې ده او د موټرسائيکل په غبرګه سورلۍ د محرم د مياشتې تر يوولسمې نېټې بندېز لګول شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG