د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د القاعدې نهه وسله وال نیول شوي


په کراچۍ ښار کې د پولیس د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوونکې څانګې سي ټي ډي ویلي چې د جمعې په ورځ يې د القاعده برصغير د امیر په ګډون د لاقانونه ګرځول شوو ډلو لشکرجنګوي او سپاه صحابه نهه وسله وال نيولي دي

د سي ټي ډي د چارواکو په وېنا چې نيول شوو کسانو د محرم په دستورو د بريدونو پلان درلود. د جمعې په مازيګر خبري غونډې ته د وېنا پرمهال د کراچۍ پوليسو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوونکې څانګې يا سي ډي مشرانو عمرخطاب او عمرشاهد حامد وويل چې دوی د کراچۍ په شمالي سيمه کې د يوې مقابلې وروستو نهه ملزمان نيولي دي.

اېس اېس پي عمرشاهد حامد وويل چې ملزمان په هدفي وژنو کې ککړ وو او د دوی د ولقې نه د لاسي بمونو او ځانمرګي جېکټ په ګډون لويه وسله ترلاسه شوې ده

((په نيول شوو کې سعيد کالو چې د اورنګي ټاؤن د لشکر جنګوي پخوانی امير وو او فېض الرحمان چې د القاعده برصغير کراچۍ امير دی شامل دي. له دوی څخه ډيره وسله هم ترلاسه شوې چې پکې خودکش جېکټ او تمانچې شاملې دي. تر اوسه چې د دوی کومې پلټنې شوي دي په هغې کې دوی ۱۷ هدفي وژنې منلي دي چې پکې د صوبايي اسمبلۍ د پخواني غړي منظرامام وژنه هم شامله ده. دې سره سره ملزمانو د شيعه وګړو او نورو سياسي خلکو وژنه هم منلې ده.))

د سي ټي ډي د چارواکو په وینا په نيول شوو کسانو کې د القاعده برصغير مشر فېض الرحمان او نور درې غړي مصطفا شهزاد، محمد افروز، ابراهيم، د لشکرجنګوي ډلې محمد سعيد، احمد صادق ، فرقان عالم او د سپاه صحابه ډلې زېن العابدين او عبدالباري شامل دي

د دوی په وینا نیول شوي ملزمان د متحده قامي مومنټ ګوند او سني تحریک د غړو په وژنه کې هم ککړتيا لري.

سره له دې چې د کراچۍ پولیسو له دې وړاندې هم په ښار کې د القاعده برصغیر او لشکر جهنګوي ډلې د وسله والو د نیولو او وژلو دعوې کړي خو د دوی په وینا چې دلته يې يوازې غړي موجود دي او په منظمه توګه دغه ډلې دلته وجود نه لري.

XS
SM
MD
LG