د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۱۵ تنه داعشیان وژل شوي


د ننګرهار چارواکي دعوه کوي چې د بهرنیو ځواکونو د هوایي برید له امله د هسکې مېنې ولسوالي په ګنجڼې سیمه کې ۱۵ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوګیاڼي د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې یاد برید بیګاه شپه شاوخوا نهه بجې تر سره شوی چې ۱۵ تنه داعش وسله وال په کې وژل شوي دي.

خوګیاڼی وایي چې په یاد برید کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG