د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پارلېمان دې د فاټا اصلاحاتو بل په یوه خوله منظور کړي'


د فاټا وکیلانو اتحادیې او د پوهنتونونو زده کوونکیو په اسلام اباد کې د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا کې د شاملولو په حق کې مظاهره کړې ده او غوښتنه يې وکړه چې پارلېمان ته وړاندې شوی اصلاحاتي بل دې په یوه خوله ومني.

مظاهره چیانو د جمیعت علماء اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي پرضد شعارونه هم ورکړل. دغه دواړو مشرانو په پارلېمان کې د وینا په وخت ویلي ول چې هره پرېکړه باید د فاټا ولس وکړي او پکار ده چې په یوه ټولپوښتنه (ریفرېنډم) کې هغوی د خپل راتلونکې پرېکړه وکړي.

مظاهره چیانو د اسلام اباد له پریس کلبه تر ډي چوک لاریون هم وکړو.

د دوی په وینا د اصلاحاتو عمليکولو لپاره پینځه کاله اوږده موده ده او حکومت ته پکار ده چې راتلونکې کال په قبایلي سیمو کې بلدیاتي انتخابات وکړي.

په قامي اسمبلۍ کې د فاټا پارلیماني مشر حاجي شاه ګل مشال راډیو ته وویل، که څه هم ځینې قبایلي مشران د اصلاحاتو مخالفت کوي خو بیا هم د قبایلو اکثریت په پښتونخوا کې شامیلېدل غواړي.

له باجوړه د قامي اسمبلۍ غړي شهاب الدین خان وویل هغه خلک چې د اصلاحاتو مخالفت کوي هغوی د ولس ښېګړې ته نه بلکې خپلو ځاني ګټو ته ګوري.

مظاهره چیانو دړکه ورکړې که چېرې دیدوی غوښتنې و نه منل شوې نو خپل احتجاج به نور هم وغځوي.

XS
SM
MD
LG