د لاسرسي ځای

کوټه: مچ کې پر اورګاډي چاودنو پنځه تنه وژلي ګڼ ژوبل


د بلوچستان په مچ سیمه کې له کوټې و راولپنډۍ ته پر تلونکې اورګاډي جعفر اېکسپرېس پرله پسې دوو بمي چاودنو څلور سواریان (مساپر) وژلي او تر ۲۰ زیات یې ژوبل کړي دي. په کوټه کې د اورګاډي ادارې مشرحنیف ګل مشال راډيو ته وویل، دغه پېښه د آب ګم په سیمه کې نن د جمعې ورځ پاو کم دوولس بجې رامنځ ته شوې. نوموړی زیاتوي چې نن سهار لس بجې جعفر اېکسپرېس اورګاډی د کوټي له تمځي روان شوی او تر غرمې لږ مخکې د آب ګم سیمې ته له نیږدې کېدو سره سم چاودنې ورباندې وشوې چې درېیمې شمېر بوګۍ ته یې ته زیان هم اوښتی دی

XS
SM
MD
LG