د لاسرسي ځای

د دوو سپین ږیرو خوالی: که سرکار د اوبو بندونه جوړ کړي، سوکاله به شو


د شهید بانډې او دامان په شمول د ورڅېرمو سیمو لږ و زیات پنځه زره اېکړه ځمکه د کر کروندې جوګه دي، خو په د اوبو کمښت له کبله دا مهال تش څه نا څه پر یو زر اېکړه ځمکه باندې باټینګڼ (ټماټر) کرل شوي دي او نوره ټوله ځمکه شاړه پرته ده. په دغه سیمه کې د کروندو تر څنګ د څښلو اوبو هم په لوی مشکل ملاېږي. د سیمې ولس یې له حکومته د وړو باراني بندونو جوړولو غوښتنه کوي. په شهید بانډه کې دوه سپین ږیري د کیکر تر سیوري لاندې ناست د خپل کلي ستونزې بیانوي. د مشال راډيو خبریال شاهنواز ترکزي دغه خوالی ویډیو کړی دی.

XS
SM
MD
LG