د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: مچ کې پر اورګاډي چاودنو پنځه تنه وژلي ګڼ ژوبل


په بلوچستان کې بیا بیا
په بلوچستان کې بیا بیا

د بلوچستان په مچ سیمه کې له کوټې و راولپنډۍ ته پر تلونکې اورګاډي جعفر اېکسپرېس پرله پسې دوو بمي چاودنو پنځه سواریان (مساپر) وژلي او تر ۲۰ زیات یې ژوبل کړي دي.

په کوټه کې د اورګاډي ادارې مشرحنیف ګل مشال راډيو ته وویل، دغه پېښه د آب ګم په سیمه کې نن د جمعې ورځ پاو کم دوولس بجې رامنځ ته شوې.

نوموړی زیاتوي چې نن سهار لس بجې جعفر اېکسپرېس اورګاډی د کوټي له تمځي روان شوی او تر غرمې لږ مخکې د آب ګم سیمې ته له نیږدې کېدو سره سم چاودنې ورباندې وشوې چې درېیمې شمېر بوګۍ ته یې ته زیان هم اوښتی دی.

د حنیف ګل په وینا چې له پېښې وروسته د کوټې او هېواد نورو برخو ته پر دغه پټړۍ د اورګاډو تګ راتګ بند کړل شوی دی. او سیمې ته ژغورونکي او مرستندویان رسېدلي دي.

چارواکي وايي،پولیسو او سرحدي عسکرو پېښې ته پر ورڅېرمو برخو کې د مشکوکو کسانو لټون پیل کړی دی خو تر دا ګړۍ نه د یوچا نیولو خبر شته او نه هم او نه هم تر اوسه هېڅ یوې ډلې د برید دمه واري منلې ده.

بل خوا د بلوچستان اعلا وزیر نواب ثناءالله زهري د پېښې په کلکه غندنه کړې ده اودا یې د ترهګرۍ کړنه بللې ده.

نوموړي په پېښه کې پر ځاني زیان خواشیني ښودلې او د پلټنو امر یې کړی دی.

اعلا وزیر پر پولیسو او سرحدي عسکروزور ورکړی دی چې د تره ګرو نیولو لپاره دې ټول اړین ګامونه پورته کړل شي.

په بلوچستان کې بیا بیا پر اورګاډو وسله والو بریدونه کېږي چې تر ډېره یې ذمه واري په دغه صوبه کې بلوڅ بېلتونپالي پر غاړه اخلي چې د باکستان وفاقي حکومت پرضد د دغه صوبې پر وسایلو د لا واک و اخیتار لپاره جنګېږي.

XS
SM
MD
LG