د لاسرسي ځای

ګوتېرز د ملګروملتونو د مشرۍ دندې ته نوماند شو


د ملګرو ملتونو امنیت شورا په رسمي ډول د پرتګال پخوانی وزیراعظم انتونیو ګوتېرز د ملګرو ملتونو د مشرۍ دندې ته نومولی دی.

نوموړي تېر مازیګر د شورا له ۱۵ غړو څخه غوڅ اکثریت ترلاسه کړ خو اوس یې باید د ملګرو ملتونو عمومي جرګه هم منظور کړي.

ټاکل شوې چېد جرګې ۱۹۳ غړي هېوادونه راتلونکې اوونۍ خپلې رایې وکاروي. خو هیله څرګندېږي چې ۶۷ کلن ګوتېرز به د عمومي جرګې منظوري تر لاسه کړي او د راتلونکي کال د جنورۍ پر لومړۍ به خپله پینځه کلنۍ دنده پیل کړي.

ګوتېرز به د ۷۲ کلن بان کيمون ځای ونیسي چې له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې د ملګرو ملتونو عمومي منشي دی.

ګوتېرز له ۱۹۹۵ز کاله تر ۲۰۰۲ پورې د پرتګال وزیراعظم او بیا له ۲۰۰۵ز کاله تر ۲۰۱۵ د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې مشر په توګه کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG