د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ناموسي وژنو قانون منظور کړ


د پاکستان پارلېمان په هغه هېواد کې د ناموسي وژنو او پر ښځو د تېري مخنیوي قانوني مسودې منظورې کړې دي.

دا مسودې د پنجشنبې په ورځ د قامي اسمبلۍ او سېنېټ ګډې غونډې ته وړاندې کړل شوې چې په غوڅ اکثریت منظورې شوې.

د پیپلز ګوند سېنېټر فرحت الله بابر د جنسي تېري مخنیوي بل وړاندې کولو پر وخت د پارلېمان غونډې ته وویل، د دې قانون له لاګو کېدو سره به عدالتونه پابند وي چې د جنسي تېري پېښو په اړه په درو میاشتو کې دننه خپله پرېکړه وکړي.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، وزیراعظم نواز شریف په یوه بیان کې ژمنه کړې چې کله ولسمشر دا مسودې لاسلیک کړي نو دی به یې د عملي کولو اقدامات کوي.

په دواړو مسودو کې د ناموسي وژنو یا جنسي تېري په پېښو کې ککړو کسانو ته د سختو سزاګانو ورکولو وړاندیز شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG