د لاسرسي ځای

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو، پوهانو او د مدني ټولنو فعالانو له حکومته غوښتنه کړې چې قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا ورګډې کړي.

دوی دا غوښتنه د پنجشنبې په ورځ د اسلام اباد په یوه څېړنیز مرکز کې د قبایلي سیمو راتلونکي اییني حیثیت په اړه غونډې ته په وینا کې وکړه.

تر غونډې وروسته په سېنېټ کې د کورمې استازي سجاد حسېن توري مشال راډیو ته وویل، د اصلاحاتو لپاره لومړی په قبایلو کې بلدیاتي انتخابات کول اړین دي.

موده مخکې د قبایلي سیمو اصلاحاتوحکومتي کمېټۍ خپلې سپارښتنې وزیراعظم ته وسپارلې چې قامي اسمبلۍ ته د بحث لپاره وړاندې کړل شوې دي.

ځېنې سیاسي ګوندونه او قبایلي مشران البته د قبایلو په پښتونخوا د ورګډولو مخالفت کوي.

XS
SM
MD
LG