د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ د کوټې ځانمرګي برید پلټنو لپاره کمېشن جوړ کړی


د بلوچستان وکیلانو ټولنه وايي، د پاکستان سپریم کورټ د کوټې ځانمرګي برید پلټنو په موخه یو کمېشن جوړ کړی.

د ټولنې مرستیال مشر خلیل پانیزي تېر مازیګر مشال راډیو ته وویل، سپریم کورټ دا پرېکړه د پنجشنبې په ورځ د هغه برید په اړه د مقدمې اورېدنې پر وخت وکړه.

ده وویل، تر هغو چې پلټیز رپورټ تیارېږي، دوی به احتجاجونو ته دوام ورکوي.

د اګست پر اتمه په کوټه کې په ځانمرګي برید کې له ۷۰ څخه زیات کسان وژل شوي ول چې پکې زیاتره یې وکیلان ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG