د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستاني کډوال د خپلو مشرانو ساتنه باوري کول غواړي


د وزیرستاینو کډوالو مشران له افغان حکومت غوښتنه کوي، چې د دوی د یو تن قومي مشر ملک محمدعمر خان د وژنې قضیه تعقیب کړي او د دا ډول هدفي وژنو د مخنیوي لپاره دې جدي تدابیر ونیسي.

دوی زیاتوي، کچیرې د وزیرستانیو کډوالو د مشرانو ساتنې او تحافظ ته کلکه پاملرنه ونشي، نو د ورته نورو هدفي قتلونو ګواښ هم موجود دی.

ملک عمرخان وزیر له خپلې کورنۍ سره له تېرو دونیمو کلونو راهیسې د نورو وزیرستانیو کډوالو تر څنګ د خوست د ګربزوولسوالۍ په ګلان کېمپ کې اوسیده، چې وړمه شپه په خپل کور کې د نامالومو وسلوالو لخوا ووژل شو او بریدګر په تېښته بریالي شول.

د وزیرستانیو کډوالو یو تن دیني عالم مولوي عبدالخالق حقاني مشال راډيو سره په خبرو کې ملک عمر خان د کډوالو د حقونو یو کلک مدافع وباله او انديښنه يې څرګنده کړه، کچیرې د دې هدفي وژنو مخه ونیول شي، نو دا ګواښ د کډوالو نورو مخورو دیني او ټولنیزو شخصیتونو ته هم متوجه کیدای شي.

مولوي عبدالخالق حقاني زیاتوي:

((دا کومه واقعه د ملک عمر خان چې د افغانستان په ځمکه په کېمپ کې جوړه شوله او دی په حق ورسیده، موږ ټول قبایل د دې پيښې تردید کوو، چې دا ډېر زیاتی وشو، ده به همیشه د قوم لپاره د مهاجرینو او کډ‌والو لپاره خیر غوښته، مطالبه مو داده که دا نمونه هدفي وژنې کیږي، نو پدې سره به د هر یو شخصیت ژوند په خطره کې وغورځیږي، د دې لپاره موږ د حکومت نه هم مطالبه کوو، چې زموږ د مشرانو حفاظت دې وکړای شي.))

مولوي عبدالخالق حقاني وړاندې وویل، چې ملک عمرالدین د خپل قومو د خیرخواهۍ او ستونځو د حل لپاره ډېرې هڅې او کوښښونه کول او که کوم مجلس او جرګه کې يې ترخې خبرې هم له خولې راوتې، نو د وزیرستانیو کډوالو د حقوقو او د دوی د ژوند د ارامۍ په خاطر وې.

په خوست کې د کډوالو یو بل تن مشر ډاکټر حیات محسود وايي، ملک عمرخان تر ځاني مفاداتو د قوم ګټو ته لومړیتوب ورکاوه:

((عمرخان وزیر زموږ ډېر مخور سپین ږیری، زړور او پیاوړی مشر وو، چې څومره ما نږدې نه پيژانده، څو وارې غونډې وشوې، د مهاجرینو د حقوقو نه به يې ډېره دفاع کوله، په هر ځای کې به يې د ځان په پرتله قوم ته ترجیح ورکوله، غریبو او ړو کسانو ته به يې غوښتنې کولې.))

ډاکټر حیات محسود زیاته کړه، چې ملک عمرخان مخکې په پاکستاناو بیا اوس دلته په افغانستان کې د قوم په خدمت بوخت وو.

نوموړي هم د افغان حکومت غوښتنه وکړه، چې د کډوالو د مشرانو د ژوند د تحافظ او خوندیتوب لپارهتدابیر ډېر کړي.

په ګلان کېمپ کې د وزیرو قوم یو بل تن مشر قومي عمرالدین وايي، چې پدې وژنې سره د نورو میشتو وزیرستانیو کډوالو ژوند هم له ګواښ سره مخامخ کیدای شي، همدارنګه په جرګو، مرکو او نورو قومي پریکړو کې د ملک عمرخان کمی او تشه به تر ډېره د دوی په منځ محسوسه وي.

د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ په خوست کې د میشتو وزیرستانیو کډوالو او مشرانو ته يې ډاډ ورکوي، چې ځايي کشفي او امنیتي ارګانونه به د ملک عمرخان د وژنې قضیه تعقیب کړي او عاملین به يې د قانون منګولو ته وسپاري.

مبارزمحمد ځدراڼ زیاته کړه:

((د وزیرستانیو کډوالو وروڼو او خویندو ته ډاډ او اطمینان ورکوو، چې پدې ارتباط به په ځانګړي ډول ولایتي اداره دوامداره پلټنې کوي، تر څو هغه کسان چې پدې بږنونکي پېښه کې لاس لري مالوم او ونیول شي.))

د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ وړاندې وویل، له مخکې د ګلان په کېمپ کې د کډوالو د امنیت د خوندیتوب او نظم د تامین لپاره د پولیسو یوه امنیتي حوزه موظفه شوې او تر دې وروسته به د خوست امنیتي ارګانونه یاده حوزه نوره هم پیاوړي، اکمال او تجهیز کړي.

د خوست والي ویاند یادونه وکړه، کچیرې د ګلان کېمپ په ګډون د خوست په هره سیمه کې کډوال په ځانګړي ډول مشران يې په کوم علت د خطر احساس کوي، کولای شي، پوځي ادارې خبرې کړي، تر څو مخکې له مخکې د خطر او تهدید مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG