د لاسرسي ځای

تازه خبر

"فراه ولایت کې د طالبانو حمله پر شاتمبول شوې"


د فراه ولایت امنیتي چارواکي وایي، فراه ښار ته نږدې د پشت رود اولسوالۍ او نوبهار سیمې ترمنځ د وسله والو مخالفینو حمله یې پر شاتمولې ده.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر محمد غوث مالیار د پنجشنبې په ورځ ناوخته راډیو ته وویل چې په دې جګړه کې د مرګ ژوبلې په اړه لا معلومات په لاس کې نه لري.

له بلې خوا د دولت د وسله والو مخالفانو ویاند قاري یوسف احمدي دا جګړه د عمري عملیاتو یوه برخه بللې او افغان سرتېرو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې، خو امنیتي چارواکي بیا دا خبره ردوي.

دغه راز د لښکرګاه په دوهمي او درېیمې امنیتي حوزو کې هم د وسله والو مخالفانو او افغان ځواکونو ترمنځ سختې جګړې رواني دي.

وسله والو د نادعلي او مارجې ولسوالۍ عمومي لارې نیولي دي.

له سیمې نه د مشال راډیو د خبریال د خبر له مخې؛ د لښکرګاه په لوېدیځ کې د جګړې د اوږدېدو سره خلکو کورونه پرې ایښي دي.

د سیمې خلک وايي، که جګړه داسي اوږده شي له لوږي او قحطۍ سره به مخامخ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG