د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغان ځواکونو د کندز ښار زیاتې برخې نیولي"


په کندز کې ځانګړي افغان ځواکونه وايي، د دې ښار مهمې برخې يې له طالبانو بېرته نیولي او ددوی تصفیوي عملیات به دوام ومومي.

د افغان کمانډو ځواکونو ویاند تورن احمد جاوید سلیم د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د کندز ښار د امام صاحب بندر ځینې سیمې، د ناشر سینما څلور لارې او د سپین زر شرکت یو شمیر سیمې يې بېرته نیولي دي.

خو د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد ادعا کوي چې دوی اوس هم پر هغو سیمو واکمن دي چې پر کندز ښار يې د برید پر مهال نیولې وې.

د کندز ښاریان بیا د روانې جګړې له امله له سختو ستونزو شکایت لر.

طالبانو څلور ورځې وړاندې پر کندز ښار له څو اړخونو بریدونه پیل کړل او یو شمېر برخې يې ونیولې.

د کندز ښار د روانې جګړې له امله تړل شوی دی او اوسېدونکي يې په فوري ډول د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG