د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف: له هند سره ټولې ستونزې په خبرو هواروو.


د پاکستان وزير اعظم وایي ملک یې د جنګ خلاف دی او په سيمه کې تل پاتې امن غواړي او د کشمير پشمول ټولې مسلې د مذاکراتو له لارې هوارول غواړي.

د پاکستان حکمران او مخالفه ګوندونه وائې چې نړيواله ورورولي او ملګري ملتونه دې په کشمير کې د انسانې حقوقو د خلافورزۍ نوټس واخلي. د پاکستان پارلېمنټ وايي چې د کشمير پشمول له هند سره هره مسله په خبرو هواره ول غواړي. ملګرو ملتونو ته پکار ده چې خپل لوظ پوره کړي او د کشمير مسله زر تر زره حل کړي.

د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پارليمنټ مشترکه غونډې ته د خطاب په وخت وزير اعظم وويل چې د ملک دفاع لپاره به له هېڅ یوه ګام پورته کولو ډډه و نه کړي.

وزير اعظم پارليمان ته په خپل خطاب کې زياته کړه چې پاکستان په نړۍ کې تر ټولو زيات له ترهګرۍ متاثره دی او د امنيتي ادارو او د قام وينه یې د ترهګرۍ نظر شوه.

وزير اعظم وويل چې پاکستان د کشمير مسله په نړېواله کچه اوچته کړې او د ملګرو ملتونو په فورم يې هم د هند تر واک لاندې کشمير لپاره آواز وچت کړی دی خو د هند لخوا پر کشميري ولس زياتۍ کېږي او له هغوی د آزادۍ حق اخيستل کېږي.

وزیراعظم د کشمیر د اوړي سیمې پېښې په په باب وويل چې غېر جانبداره تحقيقات دې وکړل شي:

(موږه په واضحه توګه وويل چې پاکستان امن غواړي او پاکستان د جنګ اراده نه لري خو د ملکي سلامتيا او دفاع لپاره د هر قسمه کاروايانو به سخت جواب ورکول کېږي. او د پاکستان پوځ له هر قسمه حالاتو او چيلنجونو سره د مقابلې لپاره هر وخت تيار دی. ټول ولس متحد دی او دا ايوان د ولسي يووالي او اتحاد علامت دی.)

وزير اعظم زياته کړه چې کشميرې ولس د اوويا کالو راهسې د هغه لوظ په طمعه دې کوم چې ورسره ملګري ملتونو کړې وو.

په قامي اسمبلئ کې د پارليمنټ غونډې ته د اپوزيشن مشر خورشيد شاه وويل چې هند پاکستان په سفارتې توګه د يواځې کولو کوشش کوي۔د څه چې ټولو نه غټه مسله د سارک غونډه ده په کوم کې چې پنځه ملکونو د ګډون نه انکار وکړو. موږ ته به په دې حقله سوچ کول پکار وي.

خورشيد شاه زياته کړه چې په ملګري ملتونو کې د وزير اعظم خطاب ډير ښه وو خو هاغه ته د هند په پاکستان کې مداخلت ذکر پر وخت د کلبهوشن يادو معامله وچتول پکار وو.

په حکومت تنقيد کولو پر وخت د حزب اختلاف مشر خورشيد شاه وويل چې دوي له پکار وو چې د ملګري ملتونو په سلامتي کونسل زور اچول شوې وې چې د کشمير په حق کې کوم قرارداد وړاندې شوې دي په هغې دې عمل درآمد وکړي شي خو له بده مرغه پاکستان خارجه وزير نه لری.

(په ۱۹۴۱ او ۴۳ کې ملګرو ملتونو په ماسکو او قاهره کې کشميري ولس ته د آزادۍ حق ورکړ نو بيا ملګرو ملتونه په دې چپ ولې دي، زورور ملک دي په کمزوري ملک زور چلوي او ملګري ملتونه او سلامتي کونسل په دې اړه هېڅ نه وايي، موږ له به هغوي بيداره ول وي دا به د پاکستان ۲۰ کروړ ولس آواز وي او دا آواز به حکمران ګوند تر هغوی رسوي. اوس په نړۍ کې بدلون راغلی او نړۍ له ملګرو ملتونو تمه لري چې په عملي توګه به کار وکړي.)

ياده دې وي چې د پارليمان مشترکه غونډه د هند واک تر لاندې کشمير او د هند لخوا له پاکستان سره پر پوله د کړکيچ او تاو تريخوالي صورتحال په پس منظر کې رابلل شوې وه.

XS
SM
MD
LG