د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرتاج عزیز له افغان مشرانو سره لیدلي دي


د پاکستان خارجه چارو وزارت وایي، په برسلز کې د افغانستان لپاره رابلل شوي کانفرنس پر مهال د پاکستان وزیراعظم د خارجه امورو مشیر د افغانستان له مشرانو سره ملاقاتونه کړي دي.

د زیارت په ورځ د خارجه چارو وزارت ویاند نفیس زکریا اونیزې خبري غونډې ته ووېل چې د افغانستان مشرولې سره د افغانستان امن او د څلور اړخیز ملکونو غونډې د مهم کردار په اړه خبرې اترې کړې دي.

ده ووېل چې پاکستان د برسلز په کانفرنس کې افغانستان لپاره د پنځه سوه ملین ډالرو د مرستې ژمنه هم کړې ده.

او د برسلز د غونډې په موقع د پاکستان د وزیراعظم مشیر سرتاج عزیز ملاقاتونه د افغانستان مشرولې سره شوې دي. په مشرانو کې د افغانستان ولسمشر ډاکټر اشرف غني ، اجرایي ریس ډاکټر عبدالله عبدالله او د دوي د خارجه امورو وزیر ښاغلې صلاح الدین وو. په دې ملاقاتونو کې د خارجه امورو مشیر د افغانستان امن و سلامتیه لپاره د خپلو کوششونو په اړه خبرې اترې وکړې. او دا شان د څلور اړخیز ملکونو غونډې د مهم کردار په اړه هم خبرې اترې وکړې. د افغانستان امن او استحکام د پاکستان امن او استحکام لپاره ضروري دې. په برسلز کانفرنس کې نړیوالې ورور ولې د افغانستان بیا ودانې او ودې لپاره کوششونه جاري ساتلو عزم کړې دې او دې سره به نه صرف افغانستان کې امن او استحکام ته وده ملاو شي بلکه سیمې کې هم،،

یاده دې وي چې دا ملاقاتونه په برسلز کې په داسي وخت کې شوې چې د برسلز په دوه ورځنې کانفرنس کې د امریکا،پاکستان ، هند، روس، جاپان، نړیوال بېنک ، ملګرېملتونو او نېټو په شمول د څه د پاسه ۷۰ ملکونو ګډون کړې وو .

د یاد ملکونو مشرانو ژمنه وکړه چې افغانستان به یوازې نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG