د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسيې له امریکا سره اټومي موافقه وځنډوله

روسيې په روانه میاشت اکتوبر کې په دوو مهمو اټمي برخو کې له متحده ایالاتو سره خپلې موافقې وځنډولې.

روسيې په روانه میاشت اکتوبر کې په دوو مهمو اټمي برخو کې له متحده ایالاتو سره خپلې موافقې وځنډولې.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت وايي، مسکو نور د اټمي تحقیقاتو په څېر حساسه برخه کې پر واشنګټن باور نه‎شي کولی.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سرګې رایبکوف وویل، دا موافقه هغه مهال بېرته عملي کېدای شي چې متحده ایالات پر روسيې لیدلي بندیزونه پورته کړي.

د اټمي تحقیقاتو په برخه کې له امریکا سره د همکارۍ ځنډول د روسيې له‎خوا د هغو بندیزونو ځواب بلل کېږي چې امریکا د اوکراین د مسئلې له امله پر روسيې لګولي دي.

سرګې رایبکوف ویلي، د ۲۰۱۳میلادي کال د اټمي څېړونو د موافقې ځنډول د امریکا له‎خوا د هغه خصمانه عمل ځواب دی چې په ۲۰۱۴ کال يې روسيې سره د کریمیا تر الحاق وروسته د مسکو پر وړاندې ترسره کړ.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر د روسيې له‎خوا په یو اړخېز ډول د اټمي څېړونو د موافقې د ځنډولې په اړه د خپل هېواد خواشینې څرګنده کړه.

مارک ټونر وویل، امریکا په دې باور ده چې په دې برخه کې د واشنګټن او مسکو ترمنځ همکاري د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

د واشنګټن او مسکو ترمنځ په اړیکو کې د کړکېچ بله ساحه په سوریه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند د معاملې پر سر اختلافات دي.

امریکا وايي، روسيې په سوریه کې د اوربند په اړه خپلې ژمنې نه دي عملي کړي او پر حلب ښار يې د بمباریو په دوام سره د سوريې د جګړې د ډیپلوماټیک حل مخه نیولې ده.

خو روسیه ټنیګار کوي چې د امریکا له‎خوا په سوریه کې د اروبند هڅه نیمګړې ده او واشنګټن د هغو وسله‎والو په مهارلو کې پاتې راغلی دی چې د سوريې د حکومت پر ضد فعایلت کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG