د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: مالومه نه ده چې له روس سره به مې اړیکې څنګه وي


ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې رپوټ لیکي ، ډونالډ ټرمپ دا خبره له هغه یوه وروسته کړې ده چې د مرستیال ولسمشر د چوکۍ لپاره له هغه سره ولاړ مایک پینڅ وویل ، ولسمشر ولادمیر پوټین یو وړوکی او ځورونکی مشر دی.

پراګ: د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د رپبلکن ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ د روسي ولسمشر ولادمیر پوټین له ستایلو پر شا شوی دی.

ډونالډ ټرمپ ویلي ، دی په دې اړه نه دی باوري چې که وټاکل شو نو له روسي ولسمشر ولادمیر پوټین سره به یې اړیکې څنګه وي.

د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې رپوټ لیکي ، ډونالډ ټرمپ دا خبره له هغه یوه وروسته کړې ده چې د مرستیال ولسمشر د چوکۍ لپاره له هغه سره ولاړ مایک پینڅ وویل، ولسمشر ولادمیر پوټین یو وړوکی او ځورونکی مشر دی.

مایک پینڅ د دوشنبې په ورځ پر روس له دې کبله نیوکې وکړې چې د ده په وینا په شام کې یې د بشارالاسد د رژیم په ملاتړ کې د حلب پر ښار بمباري کړې ده.

مایک پینځ روسي ولسمشر ته په اشاره وویل، وړوکی او ځورونکی مشر اوس امریکا ته لار ښوونې کوي.

ډونالډ ټرمپ د سېشنبې په ورځ په نویډا ریاست کې خپلو ملاتړو ته په وینا کې وویل، دی نه له ولسمشر پوټین سره مینه لري او نه هم کرکه ورڅخه کوي بلکې ګوري به چې څه کېږي.

هغه ویلي، کېدای شي چې له روسي ولسمشر سره یې اړیکې ښې وي، کېدای شي بدې وي او یا منځلارې وي.

د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي چې ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې ویلي ول که چېري د ولسمشر په توګه وټاکل شي نو له روسي ولسمشر سره به ډېرې ښې اړیکې ولري او هغه یې یو تکړه مشر بللی وو.

د ډونالډ ټرمپ مخالفې او د ډیموکراټ ګوند کاندیدې هیلري کلنټن په وار وار له دې کبله پر نوموړي نیوکې کړې دي.

هیلري کلنټن ویلي چې ډونالډ ترمپ د خلکو د پېژندلو وړتیا نه لري چې د نوموړې په وینا د ولسمشر کېدو لپاره ضروري ده.

هیلري کلنټن د سېشنبې په ورځ خپله دا خبره بیا تکرار کړې ده چې د دې مخالف یانې ډونالډ ټرمپ داسې ښکاري چې په دوست او رقیب کې فرق نشي کولای.

د نوموړې ډونالډ ټرمپ ته په اشاره ویلي، ښايي په دې کې غلط فهمي وي چې امریت څه دی او مشري څه ده.

XS
SM
MD
LG