د لاسرسي ځای

ښوونکیو ته دې د دوی ورځ بختوره وي چې تل مو د رڼا لوري ته بیايي. زه مې خپله په نړۍ کې تر ټولو ډېر قدر او درناوی ښوونکیو ته لرم خو له دې سره سره مې له دوی سره خاطرې ښه نه دي پاته شوې. تل مې له هغوی څخه سپکول, توهين او تشدد ليدلی دی. که د يو څه په اړه مو ترې پوښتنه کړې يواځې رټل او سپکول يې راکړي چې ته ولې پوی نه شوې؟ ته انسان يې او که ځناور, دغه شان رټل او سپکول شاګردان بې زړه کړي, نه د ځان پوهه ولو همت لري نه د پوښتنې کولو جرات, ډېر هلکان هم د دې له لاسه اکثر ښوونځیو ته نه ځي, خو مور پلار يې دا خبره نه درکوي چې ماشوم يې په سکول کې څومره له تشدد او سپکوي سره مخامخ دی.

زمونږ د سکولونو استادانو يوه بله غلط فهمي دا ده، دوی فکر کوي چې ماشومانو ته درس ورکول پرهغوی احسان دی خو دې ته فکر نه کوي چې دوی ته حکومت د دې لپاره تنخا ورکوي نو په دغه اساس که دوی د ماشوم پوهه ولو لپاره هر رقم تشدد وکړي دوی ته روا ښکاري.

کله چې ما جرمن ژبه زده کوله, نو زه به د ژبې زده کولو لپاره لينګويج سينټر ته تللم, زموږ په کلاس کې به د افغانستان, پاکستان, برازيل, سپېن, عرب او د بېلا بېلو هېوادونو خلک ناست ول او جرمن ژبه به يې زده کوله. دوی به له ښووونکي په ډاډه زړه هر رقم پوښتنه کوله.

خو زما په ګډون د پاکستان او افغانستان زده کونکيو به ډېر په ګرانه پوښتنه کوله, او که به یې پوښتنه کوله هم نو ډار به پکې له ورایه ښکارېدلو. که څه هم پوښتنه کول کوم جرم نه وو.يوه ورځ مې فکر وکړو که زه په ټولګي کې تر ټولو کمزورۍ او د پوښتنې کولو جرات نه لرم خو لامل يې د ماشومتوب د سکول د ښوونکيو سلوک دی, تشدد، سپکاوی او توهين دی خو چې د افغانستان او پاکستان دا نور زده کونکي ولې د پوښتنې جرات نه لري, کله چې مې د دواړو هېوادونو له هلکانو وپوښتل نو هغوی هم دغه لامل راته وښودلو چې د سکول تشدد او توهين ترې زړه اېستلی دیچې اوس پرې کړېږي.

مهمه نه ده چې تاسو دې زما له دې خبرې سره موافقه ياست چې ګني په وهلو او تشدد يو زده کوونکي په لویوالي کې بې جراته او بې همته کوي. که څوک په دې فکر وکړي کيدای شي په کومه نتيجه ورسېږي.

تعليم په وهلو نه په مينه زده کېږي, که له ماشوم سره د ترخه پرځای خوږه خبره وشي هغه کار بيا ماشوم په مينه کوي.

د ښونځي ښوونکی که هر رقم وي ډېر د عزت او احترام وړ وي, که ښوونکي نه وی نن به ما دا ليکنه نه وه کړې, نه به تاسو دا ليکنه نه وی لوستې. د ښوونکي پېشه د هرې پېشې محترمه ده ولې چې تر دې پېشې روسته نورې پېشې پیلېږي. ښونکی د ټولنې د سر ګل دی. ګرانه استاده ورځ دې بختوره شه.

لیکنه: نور بادشاه یوسفزی

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG