د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانسه په شام کې د اوربند جوړولو هڅه کوي


فرانسه هڅه کوي څو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې مصوبې لپاره ملاتړ جلب کړي چې له امله به یې د سوریې په جګړه ځپلي حلب ښار کې اوربند ټینګ شي او بشري مرستې به خلکو ته ورسېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دا خبره تائید کړې چې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به نن د پنجشنبې په ورخ د اکتوبر په شپږمه د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیر ژان مارک ایرولت سره وګوري.

د دغې لیدنې جزئیات نه دي شریک شوي خو دا لیدنه به په داسې حال کې وشي چې د مسکو او لویدیځ تر منځ لانجې وروسته له هغه زیاتې شوي چې روسيې د بشار الاسد د رژیم د مخالفینو پر ضد د سوریې د دولتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړی دی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر بیا د چهارشنبې په ورځ وویل، هڅه به وکړي چې په حلب کې د اوربند د ټینګښت او ملکیانو ته د مرستو د رسولو په هدف د ملګرو ملتونو د نوې مصوبې په اړه د روسیې ملاتړ او لېوالتیا جلب کړي.

ایرولت ویلي چې لاوروف ته به وایي چې په محاصره شوي ښار حلب کې حالت د منلو نه دی او دوام نه شي کولای.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ژان ایرولت به بله ورځ واشنګتن ته هم سفر وکړي څو د دغه نوښت په اړه د امریکایانو ملاتړ هم ترلاسه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG